د پخواني وزیراعظم عمران خان مرستیال شهزاد اکبر نامه په ایګزټ کنټرول لسټ کښې اچول شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) په دور کې د ايسټ ريکوري يونټ مشر او د پخواني وزيراعظم عمران خان پخواني سلاکار شهزاد اکبر نوم ايګزټ کنټرول لسټ (اي سي ايل) کې اچول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د سرچینو له مخې، د بیرسټر ضیاء المصطفی نسیم نوم هم په ای سی ایل کې اچول شوی او په دوی دواړو تور دی چې له برتانیې راوړل شوې پیسې ی یو د زمکو د ټایکون ته ورکړي دي.
سرچينې وايي چې په اي سي ايل کې زياتره نومونه د امنيتي ادارو په سپارښتنه اچول شوي دي.
ياده دې وي چې بيرسټر شهزاد اکبر دا مهال په برطانيې کې دی او د داخله او احتساب په چارو کې د پخواني وزيراعظم عمران خان پخوانی سلاکار هم پاتې شوی دی.
نور خبرونه
پی ټي ایی د شهباز شریف د معیشت تړون وړاندیز ردوي، دا یو احمقانه کار دې : فواد چوهدري