پی ټي ایی د شهباز شریف د معیشت تړون وړاندیز ردوي، دا یو احمقانه کار دې : فواد چوهدري

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري وايي، د شهباز شریف د اقتصادي تړون وړاندیز احمقانه دی او پاکستان تحریک انصاف یې ردوي.

فواد چوهدري پخپل يو بيان کې په حکومت نيوکې کړي او وئيلي يې دي چې ستاسو داقتصادي پاليسۍ ملاتړ کول به جهالت وي، حکومت سره يواځې د عامو انتخاباتو په چوکاټ خبرې اترې کولى شي نور هيڅ خبرې نۀ کوي.

هغه وويل حکومت ځکه انتخابات نه کوي چې دوی فکر کوي چې عمران به ټاکنو وګتي، هغه اوویل نو بیان دې مارشل ولګوي. فواد چوهدري زياته کړه چې د نواز شريف، مريم نواز او فضل الرحمان بيانونه د شهباز ګل په ضد د تورونو نه زيات دي.
نور خبرونه

د هیواد صنعتکارانو د وزیراعظم شهباز شریف د میثاق معیشت پریکړې هرکلې کړې دې

بلوچستان فوځي چورلکه کښې د شهید شوو فوځي افسرانو په ضد په سوشل میډیا کمپاین چلولو واله کسانو د نیول پریکړه شوې