د هیواد صنعتکارانو د وزیراعظم شهباز شریف د میثاق معیشت پریکړې هرکلې کړې دې

0
51

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سوداګرو او صنعتکارانو د وزیراعظم شهباز شریف د میثاق معیشت د پیغام هرکلی کړی دی.

هېواد دا مهال له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دی، له کله راهیسې چې دغه حکومت راغلی، د پورونو له لوړېدو، د روپۍ د ارزښت له لوړېدو او انفلاسیون سره مخ دی.

وزيراعظم شهباز شريف يو ځل بيا ټولو سياسي قوتونو ته د کمپيکټ معيشت پېغام ورکړو او صنعتکارانو د دې پېغام هرکلے کړے او وئيلي ئې دي چې سياستوال دې د اقتصاد د انتظام لپاره سره يو شي.
د سوداګرو ټولنې هم د میثاق معیشت وړاندیز وستایه او ویې ویل، چې تر څو به نورو ته لاسونه نیسو چې مرستې ترې واخلو، سوداګرو ویلي دي چې تر هر څه لومړی باید اقتصاد سم کړوو دوی زیاته کړه چې عام وګړي د ډوډۍ لپاره ډیر په ستونزو کښې دي او ډیر تکلیفونه تیروي.

حکومتي خلک وايي، چې د ستونزو انبار په میراث پاتې دی، له هر ډول هڅو وروسته د ملک د دیوالیه کیدو مخه نیول شوې او د بازارونه ښایست بحال شوې دې.
د اقتصادي چارو پوهان وايي وزیراعظم شهباز شریف د اقتصادي استحکام پېغام ورکړی، اوس باید هر څوک د راتلونکي لپاره اقتصادي پلان جوړ کړي ګنې نو د عامو خلکو ستونزې به کمې نه شي.

نور خبرونه

بلوچستان فوځي چورلکه کښې د شهید شوو فوځي افسرانو په ضد په سوشل میډیا کمپاین چلولو واله کسانو د نیول پریکړه شوې

Leave a reply