په قبضه شوي کشمیر کښې د هندي فوځي اهلکارو ګاړې کندې تر غورځیدلې دې

باغی ټي وي رپورټ
په مقبوضه کشمير کې د هندي امنيتي ځواکونو يو بس په کندې کې د لويدو له امله ٧ کسان وژل شوي او تر ٣٠ زيات ژوبل شوي دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هندي ځواکونو بس له پرسونل سره له اسلام اباد ولسوالۍ څخه سرینګر ته روان و.
په بس کې د هند – تبت سرحدي پولیس (ITBP) 37 او د مقبوضه کشمیر دوه پولیس پرسونل سپاره وو چې د امرناتھ یاترا څخه د دندې بشپړولو وروسته بیرته راستنیدل.
دبهرنيو ميډيا له مخې په پيښه کې د7ؤ ژوبلو چارواکو حالت نازک دى چې له امله يې دمرګ ژوبلې دزياتوالي وېره ده.
نور خبرونه
د پخواني وزیراعظم عمران خان مرستیال شهزاد اکبر نامه په ایګزټ کنټرول لسټ کښې اچول شوې ده






