د ن لیګ سناتور عرفان صدیقي د پیټرولیم نرخ د زیاتولو په اړه اپوزیشن د دریځ ملاتړ کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) سينيټر عرفان صديقي د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو په اړه د موقف ملاتړ وكړو۔
سېنېټ کې د وینا پر مهال عرفان صدیقي وویل چې د پټرولو د بیعو زیاتوالی پرون هم غلط وو او نن هم غلط دی.
ده ووئيل مونږ بايد وګورو چې تر كومه حده مونږ اولس ته ریلیف وركوو٬ هغه اوویل چې د پټرولو د نرخونو د زياتوالي په اړه د اپوزيشن د دريځ ملاتړ کوم.
دا خبره ده یادونې وړ ده چې پرون د پاکستان پخواني ولسمشر اصف زرداري د پټروليم مصنوعاتو د بيو پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې وه، د حکومت د ائتلافي ګوند پیپلز پارټۍ مشر اصف زرداري په خپله وینا کې ویلي وو چې د پاکستان پیپلز پارټۍ د حکومت برخه ده او ورسره ده، د داسې پرېکړو په اړه باید دوی سره هم مشوره وشي.
هغه وویل، مونږ ټول په دې حکومت کې راغلي یو چې خلکو ته راحت ورکړو او خلکو ته اسانتیاوې ورکول زمونږ لومړیتوب دی.اصف زرداري ویلي وو چې له وزیراعظم سره دی او ډېر زر به ورسره وویني چې پکې به د اقتصادي ټیم په اړه هم خبرې وشي.
نور خبرونه
عمران خان د پاکستان اثاثه ده، په شهباز ګل دې د جسماني تشدد عدالتي پلټنې وشي: د فواد چوهدري غوښتنه






