بلوچستان کښې بارانونو او سیلابونوله امله ۷ نور کسان مړه شوي دي

0
231

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان په موسى خېلو، بارکان او کوهلو سيمو کې د سېلابونو له امله پراخه تباهي رامنځته شوې، په موسوخېلو کې د کورونو د نړېدو له امله ٧ کسان وژل شوي او ٧ کسان لادرکه شوي دي.

په کوهلو ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتلو له امله لسګونه کورونه د خاورو خځلو ټوټو ته ور اوښتي، په کوهلو ولسوالۍ کې په څو سیندونو کې د سېلابونو له امله ګڼ سړکونه ډوب شوي، لسګونه کلي د ولسوالۍ له مرکز سره پرې شوي دي.
تحصیل درګ کې د دوه بندونو د نړېدو له امله د ۱۰۰ نه زیات کورونه تباه شوي، د ډپټي کمشنر له مخې د لورالائي نه تحصیل درګ ته امدادي ټیمونه رسیدلي دي، په درګ کې مواصلاتي نظام سخت متاثره شوی او د ۵ زرو نه زیات څاروي هم وژل شوي دي. مینځل شوی.

د پي ډي ايم اے ترمخه په شمال ختيز بلوچستان کښي د مون سون طاقتور نظام موجود دے، د ماسپښين نه په شمال ختيز بلوچستان کښي د تيز باران امکان دے.

نور خبرونه

امریکایی ډالر په مقابله کښې د پاکستان روپۍ قوي شوې ده

 ملا یعقوب: واخان راته د سر حیثیت لري تل به یې ساتنه کوو 

Leave a reply