ملا یعقوب: واخان راته د سر حیثیت لري تل به یې ساتنه کوو 

0
136

ملا یعقوب: واخان راته د سر حیثیت لري تل به یې ساتنه کوو 

نوموړي وویل: «واخان د افغانستان لپاره د سر حیثیت لري، څو چې موږ پورې سرونه وي، افغانستان به خوندي وي.»

د دفاع وزارت سرپرست همداراز وویل چې افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله امنیت ټينګ شوی او له بهرنیو موسسو یې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

 

(2022 / 8 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د ا.ا د واکمنۍ لومړۍ کلیزې په اړه جوړه شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، واخان د افغانستان سر دی او تر څو چې دوی وي، افغانستان به خوندي وي.

نوموړي وویل: «واخان د افغانستان لپاره د سر حیثیت لري، څو چې موږ پورې سرونه وي، افغانستان به خوندي وي.»

د دفاع وزارت سرپرست همداراز وویل چې افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله امنیت ټينګ شوی او له بهرنیو موسسو یې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې ځینو پاکستانیو رسنیو د واخان د اهمیت پۀ اړه راپورونه خپارۀ کړل او ویې ویل چې که واخان پاکستان خپل کړي ستره ګټه به یې کړې وي.

دغه راپورونه د افغان ټولنیزو رسنیو د فعالینو له خوا له توندو نیوکو سره مخ شول او ویې ویل چې واخان باید په هېڅ قیمت له لاسه ورنکړل شي.

 

Leave a reply