امریکایی ډالر په مقابله کښې د پاکستان روپۍ قوي شوې ده
باغی ټي وي رپورټ
پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کښې نن یو ځل بیا قوي شوې ده. نن په انټربینک او ازاد بازار کې ډالر ارزانه شوی دی.
د انټربینک کاروبار په پای کې د ډالر نرخ 213.98 روپۍ وو.
په ازاد بازار کې د ډالر بیعه د ۳ روپو کمښت سره ۲۱۰ روپو ته راټیټ شوې دې.
تر دې دمه د اګست په میاشت کې انټربینک کې ډالر د 25 روپو 96 پیسو پورې ارزانه شوي دي. د روان کال د اپریل او جولای ترمنځ، ډالر په سلو کې 33 ګران شوي.
د اپریل له لومړۍ نیټې څخه د اګست تر 15 پورې، ډالر په سلو کې 16 ګران شوي دي.