پخواني وزیراعظم عمران خان د پنجاب وزیراعلی پرویز الهي سره په لیدنه کښې د پنجاب د حکومت هڅو او خدمتونو ستاینه کړې ده

0
86

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي او د قومي اسمبلۍ غړي مونس الهي له عمران خان سره ليدلي دي.

په ملاقات كښې په سياسي صورتحال او د پنجاب اولس ته د مرستې رسولو په اقداماتو خبرې وشوې۔عمران خان د سوداګریزو مرکزونو لپاره د کاري ساعتونو محدودیت ختمولو لپاره د پنجاب حکومت د اقدام ستاینه وکړه.

عمران خان د احساس راشن رعایت پروګرام پیلولو د اقدام ستاینه هم وکړه. عمران خان د عاشورا په ورځ د غوره امنیتي انتظاماتو لپاره د پنجاب حکومت د ګامونو ستاینه وکړه.
عمران خان د محرم په ورځ په ځانګړې توګه د عاشورا په ورځ د غوره امنيتي انتظاماتو لپاره د وزيراعلي چوهدري پروېز الهي په مشرۍ د پنجاب حکومت د هڅو ستاينه وکړه.

وزيراعلي چوهدري پروېز الهي خلکو ته د امداد ورکولو لپاره د اقداماتو په اړه بريفنګ ورکړو په ځانګړې توګه د احساس راشن رعایت پروګرام په اړه ورته بریفنګ ورکړل شو.

نور خبرونه

Leave a reply