د پي ټي آیی مشر عمران خان په شهباز ګل باندې د جسماني تشدد کولو په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده

0
45

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان د خپل مرستیا او چیف آف سټاف شهباز ګل د نیولو پر مهال په هغه باندط د تشدد کولو سخته غندنه کړې ده.

شهباز ګل د دوه ورځو جسماني ريمانډ پوره کولو نه پس نن د جوډيشل مجسټرېټ عمر بشير عدالت ته وړاندې کړے شو۔

په عدالت کې د بيان ورکولو په مهال شهباز ګل خپل کميس پورته کړو او دعوه يې وکړه چې هغه سخت شکنجه شوى، تشدد پر شوې او ټوله شپه ويښ پاتې شوى، علاج يې نۀ دى شوى او د وکيل سره د ملاقات اجازه نۀ هم نه ده ورکړل شوې.
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په دې اړه په سوشل ميډيا يو بيان جاري کړے دے۔عمران خان په ټوېټر لیکلي چې د شهباز ګل په ضد د تشدد سخته غندنه کوي.

د تحریک انصاف چیرمین پوښتنه وکړه چې دا د کوم قانون لاندې او د چا په غوښتنه کیږي؟ که شهباز ګل کوم قانون مات کړی وي نو هغه ته دې د صفایی پوره موقع ورکړل شي.

عمران خان زیاته کړې، چې د وارداتي غلام حکومت لپاره اساسي قانون او قانون تر خپو لاندې کیږي.
نور خبرونه

د فوځ په ضد د بغاوت په مقدمه کښې نیول شوي د شهبازګل په ضد کورټ مارشل کیس چلولو په اړه غور روان دې

د پي ټي آیی نور کارکوونکو هم د پاکستان فوځ په ضد بیانونو په خپرولو بخښنه غوښتې ده

Leave a reply