په سعودي عربستان کښې نیول شوو کسانو کښې د پاکستان مسلم لیګ نه دوه کسان هم نیول شوي دي: فواد چوهدري
باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف مشر فواد چوهدري دعوه کړې ده چې سعودي عرب کښې سزا شوې کسانو کښې د مسلم ليګ (ن) دوه غړي هم شامل دي۔
په اسلام اباد کې دخبرو په مهال فواد چوهدري وويل چې شريف اؤ زرداري کورنۍ هيواد د لوټ کولو لپاره دلته راځي، او لندن ته د عیاشینو لپاره ځي، ددوی اصلی کور هم لندن دې.
فواد چوهدري وويل چې دفوځ اوتحريک انصاف ترمينځ اختلاف پيداکوونکي احمقان دي،دوه خاندانونو پيسې غلا کړې او لندن او دوبۍ کې يې ساتلي دي، مصدق ملک د عارف نقوي په اړه پوښتنه کړې ده، له مفتاح اسماعيل څخه پوښتنه وکړئ چې څوک دي؟ عارف نقوي د مفتاح اسماعیل ډېر ښه ملګری دی.
د تحریک انصاف مشر وویل چې اوس به په پاکستان کې یوازې د خلکو لخوا ټاکل شوی حکومت په رسمیت پېژندل کېږي، شریف کورنۍ د خپلو کمپنیو له لارې د پیسو سپینولو کار کوي، نواز شریف ځکه نااهل شو چې پر ده ګڼ تورونه ول.
ده ووئيل مسلم ليګ ن دې د خپلو مشرانو سیالي له عمران خان سره وکړي، ٬ زرداري او شهباز شريف له عمران خان نه كوچني دي خو له سلو نه تر ۱۵۰ كالو پورې ښکاري۔
ده زياته کړه چې د لاهور هاکي ګراونډ کې به نوې ټرف لګول کېږي، د غونډې ټول لګښت به تحريک انصاف په غاړه اخلي.
د نړۍ نور خبرونه
کابل؛ رحیم الله حقاني د یوې چاودنې لۀ امله خپله مدرسه کې وژل شوی دی
د سازش ټول پلان ټول په بني ګاله کښې جوړ شوې دې، عمران خان د شهباز ګل بیان غندنه هم و نه کړه: عطاتارړ