د سازش ټول پلان ټول په بني ګاله کښې جوړ شوې دې، عمران خان د شهباز ګل بیان غندنه هم و نه کړه: عطاتارړ

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ نون مشر او د وزيراعظم شهباز شريف خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي چې د تحقيقاتو په مهال د شهباز ګل اعتراف د دې ثبوت دے چې دا يو قصدي منصوبه وه، د پوځ خلاف بغاوت ته د هڅولو دومره لويه سازش پخوا هيڅ کله هم نه وو رامخې ته شوې او دا سازش په بني ګاله کښې شوې وو.
اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال عطاء تارړ وويل شهباز ګل وويل په شخصي چينل کې بيان دپارټۍ له پاليسۍ څخه بهر نۀ دى، تحريک انصاف هغه ګوند دى چې په بهرنۍ فنډنګ چليږي.
هغه اوویل چې د ملکی ادارو په ضد د نړيوال سازش قوي کولو لپاره دا سازش جوړ کړې شو.
طا تارړ وويل چې د شهبازګل څرګندونې د بهرنۍ تمويل شوې اجنډا لاندې دي، عمران خان له واک څخه د واټن له امله حواس له لاسه ورکړي، که د بهرنۍ بوديجې ځواب نه وي نو نوې ایجنډا به پيلوي، عمران خان د شهبازګل د بيان غندنه هم ونه کړه.
نور خبرونه
که شهباز ګل څخه غلطي شوي وی نو غلطي سمیدې او صحیح کیدې هم شی: د پنجاب داخله چارو وزیر
د شهباز ګل موبایل ترلاسه کولو لپاره د د اسلام آباد پولیسو د هغه د ډرایور په کور چاپه وهلې ده






