شرجیل میمن په یو بیان کښې ویلي دي چې د شهباز ګل په خبرو باید عمران خان بخښنه اوغواړي

0
160

باغی ټي وي رپورټ
د سندهه د اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن په یو بیان کښې ویلي دي چې عمران خان دې د شهباز ګل په بيان له ولس نه بخښنه وغواړي.

په یو بیان کې شرجیل میمن وویل چې عمران خان هم باید ډاډ ورکړي چې هغوي به هیڅکله هم د ملي ادارو پر ضد دریځ نه پیلوي او کمپاین به نه چلوی، هغه اوویل چې که داسې ونه شول نو ولس به عمران خان ونه بخښي.
بل اړخ ته د پي ډي آئي ترجمان حافظ حمدالله د پي ټي آئي په چيرمين نيوکه کړي ده او وئيلي دي چي که عمران نيازي د فارن فنډنګ کيس او توشه خانه کيس کښي نااهله کړے شي نو دا به د ده د خپلو عملونو نتيجه وي، که جرم د عام خلکو وی یا مشر نو هغه د قانون څخه اوچت نه شې کیدلې.

هغه وويل چې عمران نيازي د پوځ د تباهۍ خبرې کوي،بې اړخه،نیوټرل ته ی څاروي او ميرجعفر اوویل، د چورلکې د غورځېدو د شهيدانو پر ضد يې زهرجن تبليغات کړي او يو کمپاین یو وچلولو، هغه اوویل چې عمران نيازي په هېواد کې د جهاد په نوم فساد خپروي.
د نړۍ نور خبرونه

کابل؛ ا.ا د ملي امنیت د پخوانیو کارمندانو کورنۍ د شوروي سفارت لۀ بلاکونه باسي

خیبر پښتونخوا کښې په زور د خلقو څخه بهته یعني پیسې اخستلو انکشاف شوې دې

Leave a reply