خیبر پښتونخوا کښې په زور د خلقو څخه بهته یعني پیسې اخستلو انکشاف شوې دې

0
105

باغی ټي وي رپورټ
په خيبرپښتونخوا کښي د نامعلومه ډلو لخوا په زور زياتي د خلقو او سیاسي مشرانو څخه د پیسو اخستلو انکشاف شوي دي۔

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو په چارو کې د وزيراعلي خاص مرستيال بيرسټر سيف د جيو نيوز پروګرام کېپيټل ټاک سره په خبرو کې ويلي دي چې د ځينو نامعلومو ډلو لخوا د زورزياتي راپورونه مخې ته راغلي خو په دغو پېښو کې کالعدم تحريک طالبان پاکستان لاس نه لري.
هغه وویل چې د زمونږ د بعضې ډلو سره خبرې روانې دي او دواړو په اوربند موافقه کړې ده.

بيرسټر سيف وويل چې طالبانو په ایم پی اې لیاقت علي د برید کولو او په مهمند کښې ددوه ځوانانو په وژلو کې لاس لرل رد کړي دي، او ايس پي ژوبل شو.
پوليس چارواکي په زور زیاتي د پیسو اخستلو د پیښې د رپورټونو ترمخه د پلټنو لپاره مټې ته تللي وو چې په ترڅ کې يې يو ډي ايس پي په ډزو ژوبل شوى دى.
دا خبره مهمه ده چې پرون د پاکستا تحریک انصاف مشر عمران خان هم په خپله وینا کښې ویلي وو چې په خیبر پښتونخوا کښې داسې پیښې روانې دي چې زمونږ د ګوند مشرانو څخه د په زور د پیسو اخستلو پیښې زیاتي شوي دي ، هغه اوویل چې د ملک یو لوی سیاسي ګوند په زور باندې د سیاست څخه د ویستلو سازش پیل شوې دې .
د نړۍ او افغانستان په اړه نور خبرونه

در یک هفته گذشته بیش از 2000 نفر در پکتیا به اسهال مبتلا شده اند

د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه انګلستان ته په سفر تللې دې

تر اویا زیاتو امریکايي اقتصاد پوهانو لۀ بایډن نه د افغانستان شتمني د آزادېدو غوښتنه کړې ده

Leave a reply