کابل؛ ا.ا د ملي امنیت د پخوانیو کارمندانو کورنۍ د شوروي سفارت لۀ بلاکونه باسي
کابل؛ ا.ا د ملي امنیت د پخوانیو کارمندانو کورنۍ د شوروي سفارت لۀ بلاکونه باسي
د ا.ا واک ته تر رسېدو وروسته پۀ یو شمېر ولایتونو کې د تېر حکومت هغه کارکوونکي چې دولتي کورنو کې یې ژوند کاوۀ لۀ کورونو وایستل شول او پر ځای یې د ا.ا غړیو کورونو ځای پر ځای کړل.
دغه چاره د یو شمېر خلکو لۀ منفي او مثبتو غبرګونونو سره هم مخ شوله.
(2022 / 8 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ط البانو د ملي امنیت پخواني کارکوونکي په کابل کې د «شوروي سفارت» له بلاکونو څخه ایستلي دي.
په کابل کې د «شوروي سفارت» د بلاکونو اوسېدونکي وايي چې ط البانو دوی ته تر جمعې پورې وخت ورکړی چې دغه بلاکونه خالي کړي.
ویل کیږي، چې په دې بلاکونو کې تر سلو ډېرې کورنۍ ژوند کوي او ډېری یې د ملي امنیت د پخوانیو کارکوونکو کورنۍ دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو بلاکونو کې د روسيې د سفارت د يو شمېر کارکوونکو کورنۍ هم اوسېږي.