افغانستان کې مرګوني سېلابونه؛ تېره يوه مياشت کې ۱۲۰ تنه مړه شوي
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سختو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو درانه مالي او ځاني تلفات خلکو ته اړولي دي.
د راپورونو له مخې يوازې په تېره يوه مياشت کې د سېلابونو له امله د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ۱۲۰ تنه مړه شوي دي.
ا.ا پر نړۍواله ټولته غږ کړی چې د افغانستان سېلاب ّځپلو سره مرستې وکړي
د افغانستان ا.ا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ويلي چې ياد ۱۲۰ کسان د هېواد په ۲۱ ولايتونو کې مړه شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په ياده موده کې دغو سېلابونو همداراز ۱۵۲ ټپيان کړي هم دي.