ا.ا پر نړۍواله ټولته غږ کړی چې د افغانستان سېلاب ّځپلو سره مرستې وکړي
ا.ا پر نړۍواله ټولته غږ کړی چې د افغانستان سېلاب ّځپلو سره مرستې وکړي
په دې وروستیو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې تر سختو اورښتونو وروسته مرګونو سېلابونو سلګونه کورونه نړولي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.
(2022 / 7 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا ا. پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې له سېلابځپلو کسانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي، د وروستیو سېلابونو له امله اوښتي تلفات مخ پر زیاتېدو دي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې له سېلابځپلو سره د مرستې په برخه کې د دوی ملتیا وکړي.
د طبیعي پېښو پر ضد د ا.ا. دولت وزارت ویاند «محمد نسیم حقاني» رسنیو ته ویلي، چې نږدې په ټولو ولایتونو کې له سېلابځپلو سره مرستې د دوی د دولت له توانه لوړ دي او په وینا یې چې نړیواله ټولنه دې له دوی سره مرسته وکړي.
ښاغلي حقاني دا هم ویلي چې د ا.ا مرستندویې ډلې سېلابځپلو سیمو ته رسېدلې او هڅه کوي چې د اړتیا وړ مرستې ورسوي.
په دې وروستیو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې تر سختو اورښتونو وروسته مرګونو سېلابونو سلګونه کورونه نړولي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د دغو سېلابونو له امله لسګونه هېوادوال مړه او ټپیان شوي هم دي چې ډېره مرګژوبله په ننګرهار او وردګ ولایت کې اوښتې ده.