د امريکا سنا مجلس له اروپا غوښتي چې د (حزب الله) ډله په ترهګريز لېست کې شامله کړي

0
282

د امريکا متحده ايالتونو سنا مجلس له اروپايي ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د لبنان (حزب الله) ډله په ترهګريز لېست کې شامله کړي.

د دغه مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې تېره ورځ (د جولای ۲۹مه) هغه طرحې ته خپله رايه وکاروله چې له مخې يې له اروپايي ټولنې غوښتل شوي چې د لبنان (جزب الله) ډله په بشپړ ډول ترهګريز لېست کې شامله کړي.

تايوان ته د پلوسي احتمالي سفر په اړه، چين امريکا ته خبرداری ورکړ

په امريکا کې سېلابونه؛ ۱۶ تنه په کنتاکي ايالت کې مړه شوي

د راپورونو له مخې د لبنان (حزب الله) ډلې نظامي برخه د اروپا په شمول د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د ترهګريزو ډلو په تور لېست کې شامله ده، خو دغه ډله د نظامي فعاليتونو سربېره پراخ سوداګريز، اقتصادي، سياسي او رسنيز فعاليتونه هم لري چې بنديزونه پرې کم دي.

د امريکا د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې همداراز په يو جلا پرېکړه ليک د امريکا له دولته غوښتنه کړې ترڅو د سوريې ولسمشر بشار الاسد د حکومت اړوند د مخدره توکو د قاچاق ډلې هم له منځه يوسي.

Leave a reply