تايوان ته د پلوسي احتمالي سفر په اړه، چين امريکا ته خبرداری ورکړ

يو شمېر راپورونه وايي چې تمه ده د امريکا د ولسي جرګې مشره نانسي پلوسي تايوان ته سفر وکړي، خو چين بیا د دغه احتمالي سفر په اړه امريکا ته جدي خبرداری ورکړی دی.
امريکا ته د تایوان په اړه د چين دغه خبردای د تېرو خبرداريو په توپير خورا جدي ګڼل کېږي.
خو په ورته وخت کې د امريکا حکومت بيا د چين دغه خبرداري ته تراوسه پورې کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې امريکا د دغه امر په تړاو د هر ډول عواقبو مسئوله ده.
د کرونا نوې څپه؛ امريکا کې په يوه ورځ کې د کرونا ۱۲۰ زره پېښې ثبت شوې
چين او روسيې يو ځل بيا افغانستان سره پر کړو ژمنو د عملي کولو ټينګار کړی
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې چين د تايوان شاوخوا ته خپل پوځي حضور ډېر کړی دی او په دې سره غواړي د تايوان دولت چې د يوې ډيموکراتيکي پروسې له لارې ټاکل شوی دی، تر خپل فشار لاندې راولي.
د تايوان پر سر د چين او امريکا ترمنځ ناندرۍ څه نوې خبره نه ده.
له دې وړاندې هم د دغو لوی قدرتونو ترمنځ د تايوان په اړه جدي غبرګونونه ښودل شوي دي.





