چين او روسيې يو ځل بيا افغانستان سره پر کړو ژمنو د عملي کولو ټينګار کړی

د افغانستان لپاره د روسيې هېواد ځانګړي استازي ضمير کابلوف د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي ژيايونګ سره تېره ورځ ليدلي دي.
د راپورونو له مخې دواړو لوريو د افغانستان په اړه د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ له دغه هېواد سره د بشري مرستو او د بيارغونې په هڅو کې د مرستو پر څرنګوالي مفصلې خبرې اترې کړې دي.
دغه ليدنه چې تېره ورځ د روسيې په پلازمېنې مسکو کې شوې ده، دواړو اړخونو يو ځل بيا په هغه کړو ژمنو د عملي کولو ټينګار کړی چې د افغانستان په تړاو يې کړې دي.
چين او روسيه چې په سيمه کې مطرح او مهم قدرتونه دي، په افغانستان کې د مخکيني حکومت له پرځېدو او د امريکا په مشرۍ د ناټو سازمان له وتلو وروسته يې له افغانستان سره اړيکې ډېرې کړي او تل له دغه جګړه ځپلي هېواد سره پر مرستې او لاسنيوي ټينګار کوي.





