په امريکا کې سېلابونه؛ ۱۶ تنه په کنتاکي ايالت کې مړه شوي

0
126

د امريکا متحده ايالتونو په کنتاکي ايالت کې د سختو سېلابونو د راوتلو له امله تر دې دمه ۱۶ ته مړه شوي دي.

په ورته وخت کې د دې ايالت چارواکو له رسنيو سره به خبرو کې ويلي، چې د يادو سېلابونو له امله څو تنه لا تر دې دمه لادرکه دي.

د کنتاکي ايالت والي دغه ناڅاپي سېلابونه بې مخينې بللي او له اړوندو بنسټونو يې غوښتنه کړې چې له سېلاب ځپلو سره همکاري وکړي.

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن لارښوونه کړې چې د فدرال له بوديجې څخه د دې ولايت سېلاب ځپلو سره مرستې وشي.

د امريکا په کليفورنيا کې اورلګېدنې ګڼ شمېر کورونه له ګواښ سره مخ کړي

ډونالډ ټرمپ له نوموتې امريکايي رسنۍ (سي ان ان) څخه شکايت ثبتوي

د چارواکو په وينا، د دغه سېلابونو له امله د خلکو کورونه نړېدلي او نور درانه زيانونه يې هم اړولي دي.

ويل کېږي، ښايي د دې سېلابونو له امله د مړو په شمېر کې زياتوالی راشي، ځکه يو شمېر کسان لا تر دې دمه ورک دي.

Leave a reply