د امريکا په کليفورنيا کې اورلګېدنې ګڼ شمېر کورونه له ګواښ سره مخ کړي

د امريکا متحده ايالتونو په کليفورنيا ایالت کې ځنګلي اورلګېدنې ګڼ شمېر کورونه له ګواښ سره مخ کړي دي.
دغه اورلګېدنه د کلیفورنيا يوسېميټې ملي پارک ته څېرمه رامنځته شوې او لاهم د پراخېدو په حال کې ده.
د دې ايالت چارواکو رسنيو ته ويلي چې دغه اورلګېدنه د کنټرول له حالته بهر ده او د اوروژونې برخې کارکوونکي يې له ننګونو سره مخ کړي دي.
دغه اورلګېدنه چې د هوا تودوخې له امله رامنځته شوې، دومره پراخه او چټکه ده چې د اوروژنې مامورين يې حيران کړي دي.
د رسنيو د راپورونو له مخې د امريکا مرکزي او شمال ختيځې څنډې هم د هوا تودوخې له امله د اورلګېدنې له ګواښ سره مخ دي.
د امريکا پلازمېنې واشنګټن کې هم د هوا د ډېرې تودېدو په اړه وړاندوينه شوې او نيويارک به يوازينی هغه ښار دی چې نسبتاً هوا یې سړه ده.
د اقليمي بدلون له امله د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې د هوا تودوخې دولتونه او خلک سخت اندېښمن کړي دي.
په امریکا کې د تودوخي درجه په بېسارې توګه لوړه شوې ده
د راپورونو پر بنسټ يوازې تېرو څو اونيو کې د اروپا په پرتګال، هسپانيې او فرانسې کې لږ تر لږ ۱۷۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د اروپا برخې څانګې مشر له رسنيو سره په خبرو کې د نړۍ له مشرانو غوښتي چې خپل سیاسي اختلافات پرېږدي او د اقليمي بدلون له امله د رامنځته شوي کړکېچ په اړه دې په ګډه لاس پکار شي.






