په امریکا کې د تودوخي درجه په بېسارې توګه لوړه شوې ده
په امریکا کې د تودوخي درجه په بېسارې توګه لوړه شوې ده
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتونو کې د تودوخي درجه تر پنځوس اوښتې ده او حکومت پر میلیونونو امریکایانو غږ کړی دی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د باندې را ونه وځي.
(2022 / 6 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په امریکا کې د تودوخي درجه په بېسارې توګه لوړه شوې ده.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتونو کې د تودوخي درجه تر پنځوس اوښتې ده او حکومت پر میلیونونو امریکایانو غږ کړی دی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د باندې را ونه وځي.
راپور د امریکایي چارواکو له قوله کاږي چې د متحده ایالاتو په جنوب، لویدیځ او ختیځ کې تودوخه د سانتي ګرېډ تر پنځوس درجې اوښتې ده چې دې چارې امریکایان سخت اندېښمن کړي دي.
په ورته وخت کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي دي چې په ځینې ځنګلونو کې خطرناک اورونه هم بل شوي دي.