ډونالډ ټرمپ له نوموتې امريکايي رسنۍ (سي ان ان) څخه شکايت ثبتوي

د امريکا متحده ايالتونو مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې له سي ان ان امريکايي رسنۍ څخه شکايت ثبتوي.
د دې شکايت ثبوتولو لامل په ۲۰۱۶ کال کې د ټرمپ پر ضد د دې امريکايي مخکښې رسنۍ له لوري د پروپاګندو او تورونو خپرول ګڼل شوي.
ټرمپ ويلي، سي ان ان رسنۍ ته مې خبر ورکړ چې د هغو تورونو پر بنسټ چې پر ما پورې يې تړلي، شکايت ثبتوم.
د امريکا پخواني ولسمشر همداراز ويلي چې د ځينو نورو هغو رسنيو پر ضد هم شکايتونه ثبتوي چې پر نوموړي يې تورونه پورې کړي او عامه افکار يې د ده پرضد راپارولي دي.
نوموړي يو ځل بيا د امريکا په ۲۰۲۰ کال ولسمشريزو ټاکنو کې د پراخو درغليو په شتون ټينګار وکړ او ويې ويل چې تر هغې د دې موضوع اصلي حقيقت روښانه نه شي، نو لاس به ترې وانخلي.






