د هسپانيا محکمو د شکيرا لپاره د ۸ کاله زندان غوښتنه کړې

0
111

د هسپانيا حکومت مالياتي محکمو د نوموتې پاپ سندرغاړې شکيرا لپاره د ۸ کاله زندان او ۲۴ ميليونه يورو د جريمې د ورکړې غوښتنه کړې ده.

دغو محکمو ويلي چې شکيرا له ۲۰۱۲ کال څخه نيولې تر ۲۰۱۴ کاله پورې هغه مهال چې په هسپانيا کې مېشته وه، د مالياتو له ورکړې يې ډډه کړې وه.

د هسپانيا د محکمو د معلوماتو له مخې د پاپ دغې نوموتې سندرغاړې باندې په ياده موده کې څوارلس نيم ميليونه يورو ماليه راغلې وه، چې هغې له يې ورکړې ډډه کړې وه.

د راپورونو له مخې څه ورځې وړاندې شکيرا د هسپانيې د مالياتي محکمو دغه وړانديز رد کړ.

د اسامه بن لادن زوی خپل د نقاشۍ آثار په فرانسه کې نندارې ته وړاندې کړل

روسيه کې د شطرنج لوبه؛ رباټ د یو ۷ کلن ماشوم د لاس ګوته ماته کړه

که څه هم د دغه وړانديز جزئيات تر اوسه علني شوي نه دي، خو ويل کېږي دواړه اړخونه هڅه کوي چې پر يو ټاکلې اندازې هوکړې ته ورسېږي، ترڅو محمکه خپله غوښتنه او شکايت بېرته واخلي.

په ورته وخت کې د شکيرا وکيلانو په يوې خبرپاڼه کې ويلي، دوی ډاډه دي چې نوموړې بې ګناه ده.

د پاپ موسيقۍ دغه نوموتې ستورې له ۲۰۱۸ کال راهيسې په هسپانيا کې په دې مالياتي قضيه کې ښکېله شوې ده.

Leave a reply