د اسامه بن لادن زوی خپل د نقاشۍ آثار په فرانسه کې نندارې ته وړاندې کړل

0
195

د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی عمر بن لادن د نقاشۍ د آثارو نندارتون په فرانسه کې جوړ شو.

دغه نندارتون چې د فرانسې په لويديځه برخه کې جوړ شوی ؤ، پکې د عمر بن لادن د نقاشۍ ۳۰ آثاره نندارې ته وړاندې شوه.

عمر بن لادن رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې ډېری آثار يې په افغانستان کې له خپل ژونده په الهام اخيستو سره رامنځته کړي دي.

لادن له خپلې انګليسۍ مېرمنې سره په دې نندارتون کې راڅرګند شو.

نوموړی له ۲۰۱۶ کال راهيسې په فرانسه کې ژوند کوي او د نقاشۍ دغه آثار يې چې نندارې ته ايښي، ټول د کوېډ ۱۹ ناروغۍ دوره کې د رامنځته شوي قرنطين پرمهال ترتيب کړي دي.

عمر بن لادن د ځوانۍ پرمهال د ۶ کلونو لپاره په افغانستان کې ژوند کړی، خو په ۲۰۰۰ کال کې يې افغانستان پرېښود او له خپل پلاره يې لاره جلا کړه.

عمر بن لادن په ۲۰۰۸ کال کې په يوه مرکه کې وويل چې پلار يې ډېر مهربانه سړی ؤ، خو موده وروسته يې په يوې بلې مرکې کې وويل چې پلار يې په ماشومتوب کې هغه مهال په شدت سره ګواښلی ؤ چې نوموړي د خندا پرمهال خپله خوله ډېره خلاصه کړې وه.

ليکوال، نقاش، سوداګر او فرهنګي فعال عمر بن لادن د اسامه بن لادن څلورم زوی دی چې په کال ۱۹۸۱ کې د مارچ په لومړۍ نېټه يې د عربستان په جدې ښار کې دې نړۍ ته سترګې غړولي. نوموړی دمګړی د فرانسې په نورمانډي سيمه کې له خپلې انګليسۍ مېرمنې سره ژوند کوي.

 

Leave a reply