د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې سېلابونه؛ دوه ښځې مړې شوي

0
51

د هرات ولايت څخه راپورونه وايي چې د دې ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتلو له امله دوه ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د ادرسکن ولسوالۍ په کوچي مېشته سيمو سيزارک، تيل سفيد او شيمه کې راوتلو سېلابونو له امله دوه ښځې مړې شوي او د دغو سيمو وګړو ته يې مالي زيانونه هم اړولي دي.

ويل کېږي په يادو سيمو کې دغو سېلابونو همداراز لسګونه کورونه نړولي او په لسګونه جريبې ځمکې يې ويجاړې کړې دي.

 ا.ا پر نړۍواله ټولته غږ کړی چې د افغانستان سېلاب ّځپلو سره مرستې وکړي 

د سرچينو په حواله د دغو سېلابونو له امله همداراز څه باندې ۱۰۰ څاروي هم تلف شوي دي.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانانو له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

Leave a reply