افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون: د مخکيني حکومت د حج او اوقافو وزير هېواد ته راستون شو

0
182

د ا.ا.ا د افغان شخصيتونو سره د ارتباط کميسيون وايي چې هېواد ته د شخصيتونو د بېرته راتګ د پروسې په دوام د ياد کميسيون د هڅو په پايله کې د مخکيني حکومت د حج او اوقاقو وزير مولوي عبدالحکيم منيب او يو شمېر نورو چارواکي هېواد ه راستانه شوي دي.

د ياد کميسيون لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، همداراز په تېر حکومت کې متقاعد جنرال محب الله صالحي او په تېر حکومت کې د کاپيسا د پوهنې رئيس عبدالعليم عيار له افغان شخصيتونو سره د تماس کميسيون په هڅو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون: د مخکيني حکومت دوه مهم چارواکي هېواد ته راستانه شوه

له افغان شخصيتونو سره د ارتباط کميسيون څو ورځې مخکې خپله مهالنۍ غونډه د رئيس الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ وکړه.

د راپورونو له مخې دې ناسته کې د اړيکو د کميسيون روان فعاليتونه وارزول شول او د دې بهير د لا ګړندي کېدو په موخه يو شمېر لازمې مشورې هم وشوې.

Leave a reply