افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون: د مخکيني حکومت دوه مهم چارواکي هېواد ته راستانه شوه

د ا.ا.ا د افغان شخصيتونو سره د ارتباط کميسيون وايي چې هېواد ته د شخصيتونو د بېرته راتګ د پروسې په دوام د ياد کميسيون د هڅو په پايله کې د مخکيني حکومت دوه مهم چارواکي تازه په تازه هېواد ته راستانه شوي دي.
د ياد کميسيون لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په تېر حکومت کې د اجرایه ریاست ارشد سلاکار او په بلخ ولايت کې د جنبش ګوند رئيس سيد شمس الدين سادات او همداراز د جنبش ګوند غړی او د جوزجان د ۵۲۲ غونډ قوماندان عبدالوهاب ايلبيګي له افغان شخصيتونو سره د تماس کميسيون په هڅو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
له افغان شخصيتونو سره د ارتباط کميسيون څو ورځې مخکې خپله مهالنۍ غونډه د رئيس الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ وکړه.
د راپورونو له مخې دې ناسته کې د اړيکو د کميسيون روان فعاليتونه وارزول شول او د دې بهير د لا ګړندي کېدو په موخه يو شمېر لازمې مشورې هم وشوې.
د يادونې وړه ده چې د ا.ا.ا عمومي مشر مولوي هبت الله اخندزاده د علماوو په درې ورځنۍ لويه ناسته کې ويلي ؤ چې په بهر کې له ټولو افغانانو هيله ده چې بېرته هېواد ته راستانه شي، ځکه چې خپل هېواد کې يې عزت خوندی دی.






