د روسيې ګازپروم شرکت جرمني او نورو اروپايي هېوادونو ته د ګازو لېږد کم کړی
د روسيې د ګازپروم شرکت جرمني او نورو اروپايي هېوادونو ته د ګازو په لېږد کې کموالی راوستی دی او دې چارې په نړيوال بازار کې د ګازو بیې لوړې کړې دي.
نن ورځ د نړۍ به بازارانو کې د ګازو بيې دوه سلنه لوړې شوې وې.
د راپورونو له مخې تېره ورځ اروپايي هېوادونه په داسې طرحې سلا مشورې ته ورسېدل چې له مخې به يې د ګازو په غوښتنه او تقاضا کې کموالی راځي.
د اوکراين ولسمشر: روسيه غواړي د اروپا پر وړاندې د ګازو جګړه رامنځته کړي
اروپايي ټولنه: که په ژمي کې د روسیې ګاز په بشپړ ډول بند شي، طرحه ورته لرو
دوی دغه پرېکړه د دې لپاره کړې چې د روسيې له لوري په بشپړ ډول د ګازو د لېږد په احتمالي بندېدو سره د مصرف کچه کښته شي.
له روسیې څخه اروپا ته ګاز د (نورد سټريم -۱) نل ليکې له لارې لېږدول کېږي.