د اوکراين ولسمشر: روسيه غواړي د اروپا پر وړاندې د ګازو جګړه رامنځته کړي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلېنيسکي په خپلو تازه څرګندونو کې روسيه په دې تورنه کړه چې ګواکې غواړي د اروپا پر وړاندې د ګازو جګړه رامنځته کړي او د انرژۍ په پرېکولو سره وحشت جوړ کړي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه په تازه د روسيې ګازپروم شرکت اعلان کړی چې جرمني ته به د ګازو نل ليکې د صادراتو په اندازه کې کموالی راولي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه په تازه د اوکراين او روسيې استازو ترمنځ د ترکيې به استامبول کې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په دې هوکړه وشوه چې د اوکراين له لارې به د غلو دانو صادراتو پروسه له سره پيل شي.
همدې غونډې سره هم مهاله د روسیې ولسمشر رسنيو ته په خبرو کې ويلي ؤ چې روسیه د ګازو صادراتو په برخه کې خپلو تړونونو ته ژمنه ده.
له کله نه چې د روسیې او اوکراين ترمنځ جګړه پيل شوې په نړيواله کچه د سون توکو او خوراکي توکو په بيو کې د پام وړ لوړوالی راغلی دی.
کارپوهان وايي که دا چاره همداسې دوام ومومي، نو ښايي د نړۍ په اقتصادي وضعيت خورا ناوړه اغېز ولري.






