جرمني کې د ځوانانو شمېر مخ په کمېدو دی
د جرمني هېواد د يو شمېر راپورونو له مخې په دغه هېواد کې د ځوانانو شمېر مخ په کمېدو دی.
اوسمهال په جرمني کې له ۱۵ نيولې تر ۲۴ کلونو پورې جمعيت د دې هېواد ۱۰ سلنه جوړوي، دا په داسې حال کې ده چې په ۱۹۸۳ زېږديز کال کې په دغه هېواد کې ځوانانو ۱۶.۷ سلنه جمعيت جوړوه.
د جرمني هېواد د احصايې ادارې د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱ کال په وروستيو کې په دې هېواد کې له هرو لسو څخه د يوه عمر له ۱۵ نيولې تر ۲۴ کلونو عمرونو پورې ؤ.
دې ادارې ويلي چې په جرمني کې له ۱۹۵۰ کاله نيولې تر دې دمه دا د ځوانانو ترټولو کم شمېر دی چې ثبت کېږي.
جرمني د اندونيزيا ۳۳ قربانيانو جمجمې دغه هېواد ته سپاري
جرمني زرګونه نور افغانان دغۀ هېواد ته لېږدوي
د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۹۸۳ کال کې په دغه هېواد کې د ځوانانو شمېر ۱۳.۱ ميليونو کسانو ته رسېده.
په ورته وخت کې د جرمني هېواد د احصايې ادارې ويلي چې د يو ايالت په نسبت په بل ايالت کې د ځوانانو شمېر توپير کوي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په ځينو ايالتونو کې د ځوانانو شمېره لوړه او په ځينو کې بيا ټيټه ده.