جرمني زرګونه نور افغانان دغۀ هېواد ته لېږدوي

0
99

جرمني زرګونه نور افغانان دغۀ هېواد ته لېږدوي

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک چې په دې وروستيو کې یې پاکستان ته سفر کړی وو، ويلي دي چې له دغه هېواد سره ترهوکړې وروسته به اوس هغو کسانو ته چې آلمان ته د لیږد ژمنه ورسره شوې ده، په لومړي ځل د پاکستان له لارې آلمان ته د تګ يو قانوني مسير پرانيستل شي.

 

(2022 / 6 / 25   نېټه باغي ټلویزیونـ)

بشپړ راپور 

د آلمان د بهرنيو چارو وزيره له پاکستان سره تر يوې هوکړې وروسته تمه لري چې ډېر ژر به نور زرګونه هغه افغانان چې محافظت ته اړتيا لري، آلمان ته ولېږدوي.

تر اوسه تر ۲۱ زرو ډېر افغانان آلمان ته لیږدول شوي دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک چې په دې وروستيو کې یې پاکستان ته سفر کړی وو، ويلي دي چې له دغه هېواد سره ترهوکړې وروسته به اوس هغو کسانو ته چې آلمان ته د لیږد ژمنه ورسره شوې ده، په لومړي ځل د پاکستان له لارې آلمان ته د تګ يو قانوني مسير پرانيستل شي.

نوموړې پرون په برلين کې وويل چې د دې هوکړې د عملي کولو له پاره په چټکۍ سره کار روان دی.

بېربوک وويل چې د سفر له نويو امکاناتو څخه په تېره بيا هغه کسان برخمنېدای شي چې لا دمخه یې د آلمان د حکومت له لوري د تلو تایيدي ترلاسه کړې ده.

هغې وويل چې آلمان د دغو کسانو شخصي معلومات لري او په دې توګه به هغوی ژر له پاکستان څخه آلمان ته ولیږدول شي.

Leave a reply