جرمني د اندونيزيا ۳۳ قربانيانو جمجمې دغه هېواد ته سپاري

د فرېډن شټاين موزيم چې د جرمني په ګوتينګن ښار کې موقعيت لري چمتووالی نيسي ترڅو د استعمار د وخت د اندونيزيا اړوند ۳۳ قربانيانو جمجمې رسماً دغه هېواد ته وسپاري.
د راپورونو له مخې دغه جمجمې ښايي د هغو مبارزو ځوانانو وي چې د وخت استعمار پر وړاندې يې جګړې وکړې او د دغو جګړو په پايله کې په ۱۹۴۵ کال کې په اندونيزيا کې خپلواکي اعلان شوه او ۱۹۴۹ کال کې د دغه هېواد د جمهوریت بنسټ ډبره کېښودل شوه.
يو بل راپور کې بيا راغلي چې دغه جمجمې ښايي د ۱۹مې ميلادې پېړۍ له وروستيو څخه وي.
د ۱۹مې پېړۍ په وروستيو کې چې اندونيزيا د هالنډ مستعمره وه، دغه جمجمې چې د آسيا له سويل ختيځې څخه دي، د آلمان ګوټا سیمې ته ولېږدول شوې.
پولنډ کې د مړو ډله ييز قبر موندل شوی
دغه جمجمې تر ننه پورې د جرمني په فرېډن شټاین موزيم کې ساتل کېدې.
ويل کېږي چې دغه جمجمې ډېری د هغو ځوانانو پورې اړوندېږي چې عمرونه يې له ۱۸ نيولې تر ۳۵ کلونو پورې ؤ.
په ځينو دغو جمجمو کې د ربړونې او اعدام نښې هم موندل شوي دي.
څېړنې ښيي چې دغه جمجمې د استعمارګرانو له لوري تښتول شوي او تر جرمني پورې رسېدلې دي.




