د بښنې نړيوال سازمان: روان کال کې په ايران کې ۲۵۱ تنه په دار ځړول شوي
د بښنې نړيوال سازمان په خپل يوه تازه راپور کې ويلي، موندنې يې ښيي چې د روان کال په ترڅ کې په ايران کې ۲۵۱ کسان په دار ځړول شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې، ښايي چې په ايران کې د اعدام شويو کسانو شمېر له دې هم پورته وي؛ ځکه چې ايراني چارواکي په دې اړه معلومات نه څرګندوي.
د دې سازمان څېړنې ښيي چې د روان کال په ترڅ کې په ايران کې ۱۴۶ تنه د وژنې په تور او ۶۸ تنه د مخدره توکو اړوند جرايمو په تور په غير عادلانه ډول محکمه او په دار ځړول شوي دي.
ټرمپ: بايډن ايران ته د اټومي پروګرام د ودې اجازه ورکړه
د ۷ کسانو جاپانی قاتل په دار وځړول شو
دا په داسې حال کې ده چې د نړيوالو قوانينو له مخې د داسې تورونو لپاره د اعدام حکم جواز نلري.
ياد سازمان ويلي چې د تېر زېږديز کال تر پايه د نړۍ په ۱۴۴ هېوادونو کې د اعدام حکمونه يا له منځه وړل شوي او يا ځنډېدلي دي.
د دې سازمان په وينا په ۲۰۲۱ کال کې يوازينی هېواد چين ؤ چې له ایران څخه يې هم ډېر شمېر کسان په دار ځړولي دي.