هند کې د تالندې او برېښنا له امله ۲۰ تنه مړه شوي

0
135

د هند په بېهار ايالت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تالندې او برېښنا له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي.

د رسنيو د راپورونو له مخې نن او سبا هم د هند په دغه سيمه کې د تالندې او برېښنا او د سختو ورښتونو وړاندوينه شوې ده.

هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له امله ۳۱ کسان مړه شوي

زړه سواندي هندي ډاکتر د پاکستانۍ نجلۍ غاړه په وړيا توګه عمليات کړه

د تالندې او برېښنا له امله په هند کې کله ناکله د مرګژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

باراني موسمونو کې تالنده او برېښنا عادي خبره ده خو د چاپېریال ساتنې فعالان وايي چې اقلیمي بدلون په هند کې دا پېښې ډېرې کړې دي.

Leave a reply