زړه سواندي هندي ډاکتر د پاکستانۍ نجلۍ غاړه په وړيا توګه عمليات کړه

0
58

افشين چې يوه ۱۳ کلنه پاکستانۍ نجلۍ ده، غاړه يې د عضلاتي اختلال له امله کږه شوې وه.

هغې کلونه کلونه په خپلې کږې غاړې سره خپل ژوند ته دوام ورکوه.

افشين په ماشومتوب کې کله چې يوازې د لسو مياشتو وه له خپلې خور څخه پرځمکه لوېدلې وه او له هغه وخته ورته دغه ستونزه پيدا شوې وه.

دغه پاکستانۍ نجلۍ اوس د خپل هندي ډاکتر د ځانګړې پاملرنې له امله خپل عادي ژوند ته راګرځېدلې او غاړه يې په بشپړ ډول روغه شوې ده.

افشين د همدې ستونزې له امله هېڅکله په دې بريالۍ نشوه چې ښوونځي ته ولاړه شي او له خپلو ملګرو سره لوبې وکړي.

دغه ۱۳ کلنه پاکستانۍ نجلۍ د همدې ستونزې له امله حتی نشو کولای چې خپلې لومړنۍ او عادي اړتياوې پوره کړي.

د چينايي بډای او شتمن (جک ما) د برياليتوب رازونه

د دبۍ خلیفه برج جالب اړخونه

د افشين مور له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، چې هغې نشو کولای په لاره لاړه شي، خواړه وخوري او يا خبرې وکړي.

هغې زياته کړې، افشين به د دې ستونزې پرمهال پر ځمکې اوږده پرته وه او موږ به په هره برخه کې ورسره مرسته کوله.

افشين چې د پاکستان د سند ايالت اوسېدونکې ده، تازه په تازه د خپل مهربان هندي ډاکتر راجاګوپالان کريشان په مرسته په وړيا توګه عمليات شوه.

د نوموړې عملیات بریالی ؤ او اوس هغه کولی شي چې خپل ژوند ته په عادي توګه دوام ورکړي.

Leave a reply