هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له امله ۳۱ کسان مړه شوي

0
134

د هند په ګجرات ايالت کې د زهرجنو شرابو څښلو له امله ۳۱ کسان مړه او څه باندې ۴۰ تنه مسموم شوي دي.

ويل کېږی ډېری مړه شوي کسان عادي کاريګر يا مزدوران دي.

د راپورونو له مخې د مسموم شويو ډېری کسانو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.

د هند پوليس وايي چې د دې پېښې په تور يې د الکولو جوړوونکو او ناقانونه پلورونکو په ګډون يې پنځه تنه نيولي دي.

د هند په ګوجرات ايالت کې د الکولو ناقانونه پېر او پلور ډېر دی، که څه هم په دې چارې دولت سخت بنديز لګولی دی.

دغه پېښه تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې ده.

Leave a reply