اروپا د کډوالۍ راتلونکي کړکېچ ته چمتو نه ده

0
197

اروپا په دې ورځو کې له هرڅه څخه ډېر د روسيې او اوکراين له کړکېچ او د دې کړکېچ له عواقبو سره لاس او ګرېوان ده. هغه کړکېچ چې له امله يې اروپا د کډوالو له سترې څپې سره مخ شوه.

په ورته وخت کې همدې اروپايي هېوادونو د اوکراين لوی شمېر کډوالو ته خپله غېږه پرانيسته، خو اندېښنه دا ده چې اروپا به له خپلو ستونزو سره چې په دې ورځو کې ورسره مخ ده، وشي کولای چې د کډوالو لوی شمېر څپې ته همداسې ښه راغلاست ووايي؟

همدې موضوع ته برېتانيايي ليکوال سيمون تيزدال اشاره کړې او خپله مقاله يې د (اروپا د کډوالۍ راتلونکي کړکېچ ته چمتو نه ده) تر عنوان لاندې خپره کړه.

سيمون تيزدال په دې مقاله کې چې تېره ورځ (يکشنبه) خپره شوه، اروپا کې د کډوالۍ کړکېچ باندې هراړخيز بحث کړی دی.

تيزدال په خپله مقاله کې ويلي، په داسې حال کې چې د ټولو پاملرنه د اوکراين کړکېچ، د ګازو کمښت او د کرونا ويروس تازه څپې ته ده، نو د کډوالۍ کړکېچ هم بايد له پامه ونه غورځول شي.

دغه برېتانيايي ليکوال د ۲۰۱۵ کال د کډوالۍ کړکېچ ته په اشارې سره وايي چې اروپايي ټولنه يو ځل بيا له ورته کړکېچ سره مخ کېدونکې ده.

د اوکرايني کډوالو شمېر له ۹.۵ ميليونو واوښت

 ایران یوه اونۍ کې پنځه زره افغان کډوال لۀ خپلې خاورې شړلي دي 

تيزدال د خپلې مقالې په دوام وايي، د اروپايي ټولنې بېلابېل هېوادونه په وروستيو اونيو او مياشتو کې د کډوالو له لویې څپې سره مخ ؤ.

د ايټالیا چارواکو د روان کال د جولای په ۲۴مه اعلان وکړ چې يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هېواد ته ۱۲۰۰ تنه کډوال پرته له اسنادونو دننه شوي دي.

د مقالې په دوام راځي چې په ۲۰۱۵ کال کې يو ميليون کډوال اروپا ته دننه شوي ؤ، چې ډېره برخه يې له جګړه ځپلې سوريې څخه ؤ.

دغه ليکوال زياتوي چې اروپا له هغه کړکېچ څخه درس وانخيست او د نوې څپې لپاره هم چمتووالی نه لري.

تېزدال وايي د اوکراين له مسئلې هاخوا، د افغانستان کړکېچ، په کردستان کې د ترکيې او عراق ترمنځ تاوتريخوالی او همداراز په منځنۍ آسيا او افريقا کې ځيني مسائل د دې لامل شوي چې له دې سيمو هم زياد شمېر کډوال اروپايي هېوادونو ته مخه کړي.

دغه برېتانيايي ليکوال ويلي چې اروپا اوس خپله د هوا تودوخې او د کرونا له نوې څپې سره مخامخ ده او د کډوالو کړکېچ بيا ورته بله ننګونه ده.

ليکوال وايي چې اروپايي هېوادونو ته د کډوال راتګ به په روان کال او راتلونکی کال کې هم په پراخه کچه دوام ولري.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمېر له ۱۰۰ ميلیونو څخه اوړي او که د اوکراين کړکېچ دوام وکړي، نو ښايي دغه شمېره نور هم پورته شي.

 

ژباړه: محمد عزيز پردېس

سرچینه: independentpersian.com

Leave a reply