ایران یوه اونۍ کې پنځه زره افغان کډوال لۀ خپلې خاورې شړلي دي

ایران یوه اونۍ کې پنځه زره افغان کډوال لۀ خپلې خاورې شړلي دي
ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده او کډوال وايي دا بهیر وروسته له هغه چټک شو چې ایران زرګونه افغان کډوال راجستر کړل او وروسته له هغه یې د دوی د ایستلو بهیر پيل کړ.
(2022 / 7 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران په یوه اوونۍ کې پنځه زره افغان کډوال را ایستلي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې په تېره یوه اوونۍ کې ایراني لوري د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده چې په همدې لړ کې یې شاوخوا پنځه زره افغانان را ایستلي دي.
په دې کې ۱۷۷ کورنۍ هم شاملې دي. افغان کډوال وایي چې ایراني لوری ورسره سخت ناوړه چلند کوي او ځینې وخت د ایراني عسکرو له لوري ان سخته شکنجه هم ویني.
ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده او کډوال وايي دا بهیر وروسته له هغه چټک شو چې ایران زرګونه افغان کډوال راجستر کړل او وروسته له هغه یې د دوی د ایستلو بهیر پيل کړ.





