د اوکرايني کډوالو شمېر له ۹.۵ ميليونو واوښت

په اوکراين کې د روسيې له بريد څخه د پنځه مياشتو به تېرېدو سره له اوکراين څخه د نړۍ نورو هېوادونو ته د کډوالو شمېر څه باندې ۹.۵ ميليونو ته ورسېده.

له دې ډلې څخه څو ميليونه اوکرايني کډوال روسيې ته هم اوښتي دي.

په ورته وخت کې د اوکراين او روسيې هېوادونو چارواکي بيا د اوکرايني کډوالو شمېر ۲ ميليونه ګڼي او تائيدوي يې.

رويټرز خبري آژانس د ملګرو ملتونو له قوله ليکلي، چې تر دې دمه په اوکراين کې د جګړې له امله د نړۍ نورو هېوادونو ته د اوکرايني کډوالو شمېره څه باندې ۹.۵ ميليونو ته رسېدلې ده.

د راپورونو پر بنسټ، مخکې له دې چې روسيه پر اوکراين برید وکړي د اوکراين د وګړو شمېر ۴۵ ميليونه ؤ.

د دغو کډوالو وضعيت په اړه هم راپورونه متفاوت او ډول ډول دي.

د اسوشيټدپرس خبري آژانس په يوه راپور کې ويلي، هغه اوکراينيان چې له اوکراين څخه روسيه ته تللي دي، دوه انتخابونه يې په مخکې لرل؛ يا به په اوکراين کې پاتې کېږي او وژل کېږي او يا به روسيې ته ځي او ژوند به کوي.

دغه رسنۍ زياتوي، ډېری اوکرايني کډوال چې روسيې ته تللي؛ ډېرې ستونزې يې ګاللي دي، آزادۍ او حقوق يې نقض شوي او خپل اسنادونه يې له لاسه ورکړي دي.

له بل پلوه اروپايي ټولنې اوکراينيانو ته د غېږې په خلاصولو سره څو څو ځلې په ټينګار سره ويلي چې اوکراينيان کولی شي په آزاده توګه دغو هېوادونو کې پناه واخلي.

د اوکرايني کډوالو په اړه دغه راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې لاهم د اوکراين جګړه توده ده او دواړه لوري له پوځي لارې پر يو او بل باندې د فشار راوستلو خبره کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载