په بلخ کې د خټکيو حاصلات پنځه سلنه ډېر شوي

د بلخ د کرنې رياست وايي سږکال په دغه ولايت کې د خټکيو حاصلات پنځ سلنه ډېر شوي دي.
د بلخ د کرنې او مالدارۍ چارسمبالی رئيس رکن الدين وايي، د دوی معلومات ښيي چې سږکال په دې ولايت کې پر ۱۱ زره هکتاره ځمکه خټکي کرل شوي او څه باندې ۲۵۰ زره او ۹۳۹ ټنه د خټکیو حاصلات راټول شوي دي.
د بلخ کروندګر له دې چارې خوښ دي او غوښتنه کوي چې دولت دې د سړو خونو په جوړولو او د دوی د حاصلاتو لپاره د مناسب بازار به موندلو کې هڅې وکړي.
د کندز بزګران: سږ کال په دې ولايت کې د خټکيو حاصلات نسبتاً ښه شوي
پۀ بلخ کې سږ کال د غنمو حاصلات ډېر شوي
بلخ کې له غنمو وروسته خټکي ډېر کرل کېږي او د دغه ولايت خاوره د دې مېوې لپاره مناسبه ده.
د هېواد د شمالي سيمو او په ځانګړي ډول د کندز، بغلان او بلخ خټکي د هېواد او حتی د نړۍ په بازارنو کې خورا ښه نوم لري.





