د کندز بزګران: سږ کال په دې ولايت کې د خټکيو حاصلات نسبتاً ښه شوي

0
186

د کندز ولايت بزګران وايي چې سږ کال په دې ولايت کې د خټيکو حاصلات د نورو کلونو په پرتله نسبتاً ښه شوي دي.

دوی له دې چارې خوښ برېښي، خو په ورته وخت کې وايي چې د سوند توکو د بيو او د موټرونو د کرايو لوړوالی هغه څه دي چې دوی يې له ډېرو ننګونو سره مخ کړي دي.

د دغو بزګرانو په وينا، پر وخت د بارانونو نه ورېدل، د ډول ډول نباتي ناروغيو ډېرېدل او د محصولاتو لپاره يې د مناسب بازار نشتون هم ستونزې دي چې دوی يې له امله تشويش لري.

کندز د افغانستان په شمال ختيځ زون کې پروت هغه حاصلخېزه ولایت دی چې خټکي يې د هېواد او حتی د نړۍ په بازارنو کې خورا ښه نوم لري.

دغه ولايت چې يو وخت ورته (د افغانستان کندو) نوم ورکړل شوی ؤ، وروستيو وچکاليو او  ځينو نورو طبيعي پېښو يې بزګرانو او بڼوالو ته سخت زيانونه اړولي دي.

Leave a reply