د ا.ا.ا د رئيس الوزرا دفتر رئيس د افغان سيک او هندوانو لږکيو شورا غړو سره لیدلي

0
174

د افغانستان ا.ا د رئيس الوزرا دفتر رئيس ډاکتر عبدالواسع نن په کابل کې د افغان سيک او هندوانو لږکيو د شورا غړو سره ليدلي دي.

د رياست الوزرا دفتر رياست ويلي چې په دې لیدنه کې ښاغلي عبدالواسع د افغان سيک او هندوانو لږکيو استازو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.

دغه رياست زياتوي، نوموړي افغان سيک او هندوانو لږکيو استازو ته په خطاب کې ويلي: تاسې د افغان ملت يوه برخه ياست او ستونزو ته به مو رسېدنه وشي.

قرغزستان: ۱۵۰۰ افغان قرغزيانو خپل هېواد ته لېږدوو

د رئيس الوزرا دفتر رئيس ويلي، هغه افغان سيک او هندوان وطنوال چې د امنيتي ستونزو له امله له هېواده وتلي، اوس کولی شي چې راشي او د امن په فضا کې خپل هېواد کې ژوند وکړي.

دغه ناسته کې د افغان سيک او هندوانو لږکيو استازو له ا.ا.ا غوښتنه کړې چې د دوی د عبادت ځايونو د امنيت په ټينګولو او د غصب شویو ځمکو په بېرته راګرځولو کې ورسره مرسته وکړي.

Leave a reply