قرغزستان: ۱۵۰۰ افغان قرغزيانو خپل هېواد ته لېږدوو

0
178

د قرغزستان حکومتي چارواکي وايي، ۱۵۰۰ افغان قرغزيان چې د بدخشان ولايت په پامیر کې ژوند کوي، خپل هېواد ته لېږدوو.

دوی وايي دغه افغان قرغزيانو ته به هلته د ژوند امکانات او آسانتياوې برابرې کړو.

دغه څرګندونې د قرغستان د کار، ټولنیزو چارو او کډوالو وزير خدایبېرګين بازاربايف په قرغزستان کې يو خبري کنفرانس ته کړي.

نوموړي زياته کړې، چې د دوی د لېږد لپاره يې بوديجه هم ځانګړې کړې او دغه چاره به د دوو کلونو په ترڅ کې بشپړه شي.

د آزادي راډيو په حواله د ا.ا.ا حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي او د دوی پوښتنو ته يې ځواب نه دی ويلی.

له افغانستانه د لږکيو قومونو وتل او لېږد هغه مسئله ده چې ډېر افغانان يې اندېښمن کړي، دوی وايي کې دولت دې چارې ته پاملرنه ونه کړي؛ نو خدای مه کړه افغانستان به د لږکيو قومونو څخه چې د هېواد رنګونه بلل کېږي بې برخې شي.

دغه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې د هند حکومت هم پرېکړه کړه په افغانستان کې پاتې د هند او سېک افغان لږکي خپل هېواد ته ولېږدوي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د افغان هند او سيک ۱۱ تنه د هند د ویزو په ترلاسه کولو سره له کابله د ډهلي په لور وخوځېدل.

Leave a reply