د بهرنيو چارو سمبالي وزير په مشرۍ يو پلاوی د تاشکند غونډه کې د ګډون په موخه ازبيکستان ته روان شو

د افغانستان ا.ا د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ يو پلاوی د تاشکند غونډه کې د ګډون په موخه نن ازبيکستان هېواد ته روان شو.
دغه پلاوی کې چې د ا.ا.ا د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازي پکې شامل دي، تمه ده چې د افغانستان په تړاو د تاشکند په نړيواله غونډه کې برخه واخلي.
د تاشکند غونډه؛ اروپا او مرکزي اسیا افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې ده
د تاشکنډ نړيواله غونډه به سبا دوشنبه په ازبيکستان کې پيل شي چې د لسګونو هېوادونو استازي به پکې برخه واخلي او د افغاستان په تړاو به په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشي.
دغه ناسته کې به د کوربه هېواد ازبيکستان په ګډون د افغانستان ګاونډ هېوادونو استازي هم ګډون ولري.





