د تاشکند غونډه؛ اروپا او مرکزي اسیا افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې ده

0
157

د تاشکند غونډه؛ اروپا او مرکزي اسیا افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې ده

اعلامیه وایي چې افغانستان باید نړیوال قوانین مراعات کړي، بشري حقونو ته درناوی وکړي، ترهګرو ډلو ته فعالیت اجازه ور نه کړي او په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي.

 

(2022 / 2 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپا د تاشکند په کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپا استازو په کنفرانس کې په افغانستان کې پر امنیت، ثبات، د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو، اقتصادي وضعیت، د بشري حقونو پر وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې کړې دي.

له دې غونډې په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي او په دغه هېواد کې هر ډول بشردوستانه مرستو ته ژمن دي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نیکولسون ویلي چې په دې غونډه کې له افغانستان سره پر مرستو، بشردوستانه خدماتو او نورو مهمو مواردو بحث شوی دی.

اعلامیه وایي چې افغانستان باید نړیوال قوانین مراعات کړي، بشري حقونو ته درناوی وکړي، ترهګرو ډلو ته فعالیت اجازه ور نه کړي او په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره لاس په کار شي.

دوی همدا راز د زده کړو او تعلیم په برخه کې د ښځو د حقونو پر رعایت هم ټينګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي چې له افغانستان سره په بېلو اړینو برخو کې مرستو ته ادامه ورکړي.

Leave a reply