په اروپا کې د هوا تودوخې څپه؛ ۱۷۰۰ تنه تر دې دمه مړه شوي

اروپايي هېوادونو کې د اقليمي بدلون په سبب د رامنځته شوې تودوخې له امله تر دې دمه په پرتګال او هسپانيې کې لږ تر لږه ۱۷۰۰ کسان مړه شوي دي.
د اقليمي بدلون له امله د هوا تودوخې منځته راتګ د وګړو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان د اروپا څانګې په اروپايي هېوادونو کې د تودوخې د دوام له امله يو ځل بيا خبرداری ورکړ.
د دغه سازمان په وينا یوازې په تېرو څو اونيو کې په اروپا کې د هوا تودوخې له امله په سلهاوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په اروپا کښې د تودوخي درجه زیاته شوې ده
په برېټانیا کې د هوا د بې مخینې ګرمېدو راپورونه ورکړل شوي دي
د ياد سازمان چارواکي د اقليمي بدلون له امله د هوا تودوخې سره د مبارزې لپاره د نړۍ د هېوادونو د ګډ اقدام غوښتونکي شول.
د دې سازمان د اروپا برخې مشر هانس ګلوکه د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې خپل اختلافات يوې خوا ته پرېږدي او د پاريس ۲۰۱۵ کال هوکړې پر ژمنو دې عمل وکړي.






