په برېټانیا کې د هوا د بې مخینې ګرمېدو راپورونه ورکړل شوي دي

0
177

په برېټانیا کې د هوا د بې مخینې ګرمېدو راپورونه ورکړل شوي دي

په وروستیو کې د اقلیمي بدلون له امله په بېلو هېوادونو کې د تودوخې درجه په بې مخینې توګه لوړه شوې ده چې خلکو ته د مالي او ځاني زیانونو د اوښتلو او همدا راز د پراخو اورلګېدنو سبب شوې ده.

 

(2022 / 7 / 19   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په برېټانیا کې د هوا د بې مخینې ګرمېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د برېټانیا حکومت په تازه اقدام کې خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې په راتلونکو څو ورځو کې د ګرمۍ یوې نوې څپې ته پاملرنه وکړي او تر ډېره دې بهر ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي.

همدا راز د ګرمۍ د را رسېدو له امله ښوونځي رخصت کړل شوي او دولتي ادارې کمرنګه ښکاري.

د برېټانیا حکومت ویلي چې دوی خپل اړین تدابیر لري خو له خلکو هم د همکارۍ غوښتنه کوي.

په وروستیو کې د اقلیمي بدلون له امله په بېلو هېوادونو کې د تودوخې درجه په بې مخینې توګه لوړه شوې ده چې خلکو ته د مالي او ځاني زیانونو د اوښتلو او همدا راز د پراخو اورلګېدنو سبب شوې ده.

Leave a reply