په اروپا کښې د تودوخي درجه زیاته شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
په اروپا کې په دې ورځو کې د ګرمۍ سخته څپې روانې دي چې د تېرو څو لسیزو ریکارډونه یې مات کړي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې په اسپانیا او پرتګال کې د سختې ګرمۍ له امله تر ۱۷۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې په اسپانیا کې د جولای له ۱۰مې تر ۱۷مې د ګرمۍ له څپو ۶۷۸ کسان مړه شوي او په پرتګال کې د جولای له ۷مې تر ۱۸مې پورې ۱۰۶۳ کسان مړه شوي دي.
د هسپانیې لومړی وزیر پیډرو سانچیز وايي، په تېرو لسو ورځو کې په هسپانیه کې د سختې ګرمۍ له امله تر ۵۰۰ ډېر اتباع مړه شوي دي.

د هسپانیې لومړي وزیر ویلي چې د معلوماتو له مخې د تودوخې د لوړوالي له امله د مړینې خبر ورکړل شوی، ښاریان باید په سخته ګرمۍ کې له احتیاطه کار واخلي.

د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې تېره اوونۍ د هسپانيا په يو شمېر سيمو کې د تودوخې درجه ٤٥ درجو ته رسېدلې ده، د تودوخې دغه زياتوالى د هسپانيا په ډېرو ځايونو کې د ځنګلونو د سوځېدو لامل شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د فرانسې، پرتګال او هسپانيې په ځنګلونو کې د سختې ګرمۍ له امله اور لګېدلى، په پرتګال کې ٧٥ زره جريبه او په فرانسه کې ٢٢ زره جريبه ځنګلونه سوځېدلي دي.له بلې خوا ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به په ټوله نړۍ کې د تودوخې څپې دوام وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载